انصار: (د زمري۱۹مه)، د امریکا متحدو ایالتونو، مصر او قطر مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسرائیلو او حماس غوښتي چې د اوربند او د یرغمل شویو خلاصون په تړاو خبرې اترې بېرته پیل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو هېوادونو د هوکړې یو داسې چوکاټ چمتو کړی چې وروستي کېدو لپاره یې یوازې د پلي کېدو جزییات پاتې دي.
اسرائیل ویلي چې دوی به د اګست ۱۵مه په دوحه یا قاهره کې دغو وړاندیز شویو مذاکراتو ته مرکچیان واستوي.
حماس لا سملاسي غبرګون نه دی ښودلی.
دغه تازه ډیپلوماتیک فشار ته تېره اوونۍ تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې له کنټروله د وتونکي کړکېچ مخنیوي لپاره د هڅو په سترګه کتل کېږي.
ایران د هنیه د وژلو تور پر اسرائیل پورې کوي او د سخت غچ اخیستلو ګواښ یې کړی دی.
خو اسرائیل لا په زغرده د حماس د مشر د وژنې په اړه تبصره نه ده کړې.
اوس امریکا، مصر او قطر مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې اسرائیل او حماس ته بلنه ورکړې چې د ټولو پاتې مسایلو د حل او له نور ځنډ پرته د تړون پر پليتابه د عمل لپاره د اګست پر ۱۵مه نېټه له سره خبرو اترو ته کیني.
په اعلامیه کې ویل شوي موږ د منځګړو په توګه چمتو یو، که اړتیا وي، یو داسې وروستی نښلونکی وړاندیز هم رامخ ته کړو چې پاتې اجرائیي مسایل په داسې طریقه حل کړي چې د ټولو اړخونو له تمو سره برابر وي.
دا اعلامیه د امریکا د ولسمشر جو بایډن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني لاسلیک کړې ده.
په هغې کې راغلي چې د هوکړې دا چوکاټ د هغو اصولو پر بنسټ برابر شوی چې د می پر ۳۱مه د ولسمشر بایډن لخوا رامخ ته شوي او وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تایید کړي دي.
د ښاغلي بایډن وړاندیز په بشپړ اوربند او د حماس لخوا د یو شمېر یرغمل شویو په خوشې کېدو پیلېده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32895